د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د برېښنا شرکت اجرائیوي رئيس عبدالحق همکار، د تاجکستان د برېښنا شرکت له رئيس محمدعمر اسوزاده سره د افغانستان ته د برېښنا وارداتو د زیاتوالي او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د برېښنا د لېږد د لینونو پر پیاوړتیا، د برېښنا د کیفیت او ولتاژ پر ښه والي، تعرفو، د پانګونې پر فرصتونو او د اوږدمهاله همکاریو په اړه خبرې اترې کړې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، د تاجکستان لوري د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا د لېږد د لین د جوړولو د طرحې په اړه معلومات ورکړي او افغانستان ته یې د برېښنا د صادراتو د زیاتولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.
افغانستان او تاجکستان
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس