پاکستاني رسنيو د ياد هېواد د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټېټیوت د راپور له قوله ليکلي، چې د ۲۰۲۶ کال مې میاشت راهيسې دغه هېواد کې امنیتي وضعیت کړکېچن شوی دی.
راپور کې راغلي چې يوازې مې میاشت کې ۱۲۸ وسله وال بريدونه ثبت شوي دي چې د پخوا په پرتله ۲۷سلنه زياتوالی ښېي.
راپور څرګندوي چې خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې د وسله والو بریدونو زیاتوالی هم له دې وضعیت سره تړاو لري.
دشخړو او امنيتي مطالعاتو انسټېټيوټ( PICSS) ويلي: “وروستۍ موندنې ښيي چې وسلهوالو او ترهګریزو ډلو په مې میاشت کې بیا ځواک ترلاسه کړی، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې. د بریدونو، مرګژوبلې، ځانمرګو بریدونو او تښتونو ناڅاپي زیاتوالی ښيي چې د سختو امنیتي ستونزو کچه لا هم لوړه ده، سره له دې چې دولت د ترهګرۍ ضد هڅې روانې ساتلي دي.”
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس