Home » افغانستان » اروپايي ټولنه: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي برېدونه
اروپایي ټولنه

اروپايي ټولنه: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د لانجې د حل غوره لار خبرې دي نه هوايي برېدونه

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کایا کالاس په اسلام‌اباد کې د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په ګډه خبري غونډه کې ويلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې جدي بشري پایلې لري او د بې‌ثباتۍ او افراطیت خطر زیاتوي.

میرمن کالاس په خپله ایکسپاڼه د خپلو څرګندونو یوه ویډیو خپره کړې او ويلي دي چې اروپايي ټولنه تل له دواړو لوریو غوښتي چې له حوصلې کارواخلي او د زورزیاتي کچه راټیټه کړي.

کايا کالاس وايي :”پاکستان حق لري چې د نړیوال قانون سره سم له خپل ځان او ولس څخه دفاع وکړي خو له اوسني وضعیت څخه د وتلو غوره لار خبرې دې نه بمبارد.”
میرمن کالاس په دې خبرې غونډه کې د اروپايي ټولنې او پاکستان ترمنځ په ځانګړې توګه د سوداګري اړیکو د پیاوړتیا په ګډو ژمنو د ټینګار ترڅنګ، د تهران او واشنګتڼ ترمنځ د اسلام اباد د منځګړیتوب د هلو ځلو ستاینه هم وکړه.
د مالوماتو پر اساس د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاو تریخوالی د روان کال د فبرورۍ راهیسې زیات شوی دی چې له امله یې د ډیورند فړضي کرښې په اوږدو کې پراخې نښتې شوي چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

سنټکام پر ایران د پراخو هوايي بریدونو د پیل خبر ورکړ

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ ...