د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان سولې په اړه د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ مذاکراتو پايله نه ده لرلې، نو د ياد بهير د پياوړتيا او چټک کولو په موخه نړيوال ملاتړ ته اړتيا ده.
نوموړي دا څرکندونې پرون چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۵مه نېټه) په اسلاماباد کې روېټرز خبري اژانس ته کړې دي. نېکولسن زياته کړې، د سولې بنسټيزې پروسې پر مخ وړلو لپاره اړتيا ده چې دواړه خواوې د افغانستان راتلونکې لپاره بنسټيزه طرحه د مېز پر سر کېږدي.
د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وسلهوال طالبان ګرموي چې د راتلونکي لپاره يې ورته يوه طرحه نه ده وړاندې او همدا سبب شوی چې په دوحه کې مذاکرات مطلوبه پايله ونه لري.
نوموړي له پاکستان څخه غوښتې چې د خپل اثر او رسوخ له مخې دې پر وسلهوالو طالبانو فشار راوړي څو له يوې جامع طرحې سره يو ځای د سولې په اړه مذاکراتو ته وړاندې شي.
که څه هم په وروستيو ورځو کې د افغان حکومت اوسلهوالو طالبانو مرکچي پلاويو د خپلو مخامخ لېدنو خبر ورکړی، خو په ځانګړې توګه پر وسلهوالو طالبانو نېوکې دا دي چې جګړه يې تونده کړې او مذاکراتو ته چندانې توجو نه کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس