Home » افغانستان » یونیسف: د مور شیدې د ماشومانو لومړنی ساتندوی دي
یونیسف

یونیسف: د مور شیدې د ماشومانو لومړنی ساتندوی دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، د مور شیدې د ماشومانو پر وړاندې د ناروغیو لومړنی ساتندوی او د سالمې ودې لپاره لومړنی مهم ګام دی.
یونیسف پرون (جمعه، د زمري ۱۶مه/د اګست ۷مه) په اېکس کې ویلي، د دې ادارې په ملاتړ ښځینه روغتیايي کارکوونکې له میندو سره د ویټامینونو او منرالونو د مکملونو په برابرولو کې مرسته کوي، څو د امیندوارۍ پر مهال او له زېږون وروسته سالمې پاتې شي او خپلو ماشومانو ته په بریالیتوب سره شیدې ورکړي.

یونیسف ټینګار کړی چې د میندو روغتیا او د امیندوارۍ او له زېږون وروسته د هغوی د تغذیې ښه والی، د ماشومانو د سالمې ودې او روغتیا لپاره مهم دی.
د دې ادارې په وینا، روغتیايي او تغذیه‌یي خدمتونو ته لاسرسی د ماشومانو د ناروغیو او مړینې د کمولو له مهمو عواملو څخه دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د جولای ۳۰مه؛ د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ

د جولای ۳۰مه هر کال ...