Home » افغانستان » یوناما: په افغانستان کې د جګړو له امله تر ۴۰ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي
یوناما

یوناما: په افغانستان کې د جګړو له امله تر ۴۰ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) په خپل تازه ۱۸۲ مخیز راپور کې ویلي، چې له جنوري ۲۰۰۹ کال څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې، د ا.ا تر بیا واکمنېدو پورې، په افغانستان کې د وسله‌والو نښتو له امله له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او له ۷۷ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

یوناما وايي، د جګړو اغېزې یوازې د وژل شویو او ټپیانو تر کچې محدودې نه دي. د راپور له مخې، له مرکه شویو ۱۹۵ قربانیانو او د هغوی له خپلوانو څخه ۹۵ سلنه د رواني او عاطفي زیانونو یادونه کړې، ۵۸ سلنه د فزیکي زیانونو او ۸۴ سلنه د مالي زیانونو خبره کړې ده.

راپور زیاتوي چې ډېری قربانیان لا هم عدالت، مالي جبران او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له لارې بې‌برخې دي.
د یوناما په وینا، ۵۵ سلنه مرکه شویو کسانو هېڅکله د عدالت یا جبران لپاره اقدام نه دی کړی، په داسې حال کې چې د هغو کسانو له ډلې چې د مرستې یا عدالت هڅه یې کړې، ۶۴ سلنه ویلي چې هڅې یې بې‌پایلې پاتې شوې دي. یوناما له ټولو اړخونو غوښتي چې د قربانیانو لپاره د حقیقت موندنې، عدالت، جبران او مرستې عملي لارې رامنځته کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد عالي محکمه: افغان محصلان دې د ویزو موضوع له خپل سفارت سره تعقیب کړي

د اسلام‌اباد عالي محکمې د ...