Home » سیمه او نړی » یوشمېر هېوادونو پر چین د ایغور مسلمانانو په خاطر بندیزونه ولګول
رویداد خبري آژانس

یوشمېر هېوادونو پر چین د ایغور مسلمانانو په خاطر بندیزونه ولګول

یو شمېر لویدیځو هېوادونو په یوه همغږي اقدام کې پر چین د ایغور مسلمانانو د حقونو د نقض په خاطر بندیزونه ولګول.

د امریکا متحده ایالات، بریتانیا او کاناډا هم له اروپایي ټولنې سره یوځای شول او د چین پر یو شمېر چارواکو او هغو شرکتونو یې بندیزونه ولګول چې له ایغور مسلمانانو سره په زورزیاتي تورن دي.

اروپایي ټولنې پرون پر څلورو چینایي چارواکو او یوه چینایي بنسټ بندیزونه ولګول.

چین هم سملاسي د دې اقدام غچ واخېست او د اروپایي ټولنې پر یو شمېر چارواکو یې بندیزونه اعلان کړل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت له اروپایي ټولنې غوښتي چې “خپله تېروتنه سمه کړي.”

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...