د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړيواله ورځ هر کال د مې میاشتې په ۱۷مه نېټه نمانځل کېږي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيوګوتریش د دغې ورځې په مناسبت ویلي، چې ډیجیټلي ټکنالوژي د پرمختګ، زدهکړو او اقتصادي ودې لپاره مهم رول لري او باید پر نښلونې او ډیجیټلي جوړښتونو پانګونه زیاته شي.
نوموړي ټینګار کړی چې اوس مهال ډیجیټلي جوړښتونه د عامه خدمتونو بنسټیزه برخه ګرځېدلې او نړۍ باید داسې پیاوړي سیسټمونه جوړ کړي چې د راتلونکو کړکېچونو پر وړاندې مقاومت ولري.
د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړيواله ورځ په ۲۰۰۶ کال کې د ترکیې په انتالیا ښار کې د مخابراتو نړيوالې ټولنې لهخوا اعلان شوه، څو د معلوماتي ټکنالوژۍ، انټرنېټ او ډیجیټلي اړیکو ارزښت ته د نړۍ پام راواړول شي او سږکال د دغې ورځې شعار “د ټولو لپاره ماناداره ډیجیټلي بدلون” ټاکل شوی دی.
دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې لا هم د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې میلیونونه خلک انټرنېټ او عصري مخابراتي خدمتونو ته بشپړ لاسرسی نه لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس