Home » افغانستان » کونړ کې د پاکستانیانو په ګډون د لشکر طیبه ۶وسله وال وژل شوي

کونړ کې د پاکستانیانو په ګډون د لشکر طیبه ۶وسله وال وژل شوي

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې د بهرنیانو په ګډون د لشکر طیبه وسله وال وژل شوي دي. د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن یوې رسنۍ ته ویلي، چې تېره شپه د لشکر طیبه وسله والو پر مرورې ولسوالۍ ډله ییز برید وکړ چې د څو ساعته جګړې په پایله کې د دریو پاکستانیانو په ګډون د لشکر طیبه شپږ غړي وژل شوي دي.

ښاغلي مصمم  زیاته کړې چې د دښمن مرګ ژوبله یې ښايي له دې لوړه وي،خو تر اوسه شپږجسدونه امنیتي ځواکونو موندلي دي، نوموړی زیاته وي چې په دغه جګړه کې د محلي اردو یو سرتیری هم وژل شوی دی.

د سیمې یو شمېراوسېدونکي یوې رسنۍ ته ویلي دي، چې تېره شپه په مروره کې سخته جګړه شوې ده خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري او سپکې او درنې وسلې پکې چلېدلې دي.

تر دامهاله وسله والو مخالفینو د دغه نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو روانه میاشت پخپل راپور کې وویل چې په افغانستان کې دا مهال د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ بهرني جنګیالي موجود دي چې ۶۵۰۰ یې پاکستانیان دي..

د ملګرو ملتونو په راپور کې همدارنګه ویل شوي و چې لشکر طیبه او جیش محمد ډلې د افغان طالبانو تر چتر لاندې په کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

له ارمانه تر خاموشو هيلو؛ په ۲۰۲۵ کال په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت څېړنه

رویداد خبري اژانس په یوه ...