د پاکستان د پولیسو چارواکو نن اعلان وکړ چې، په کراچۍ کې د جامو د یوې کارخونې دننه اورلګېدنه کې د اطفایې څلور کارکوونکي مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو په وینا، دغه اور چې د چهارشنبې په ورځ لګېدلی، تر اوسه يې لامل نهدی معلوم.
د لګېدلي اور له کبله د دغې کارخونې ودانۍ هم ورانه شوې ده.
پولیسو ویلي، د اطفایې کارکوونکي هغه مهال مړه شول چې د فابریکې د ودانۍ تر خښتو، خاورو لاندې شول.
ویل کېږي، اور داسې سیمه کې بل شوی چې شاوخوا یې نورې ډېرې کارخونې هم شته.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس