Home » افغانستان » کابل کې دوه تنه انسان تښتوونکي نيول شوي

کابل کې دوه تنه انسان تښتوونکي نيول شوي

د کابل امنيه قومندانۍ خبر ورکړی چې په پل‌څرخي سيمه کې يې دوه تنه انسان تښوونکي نيولي او يو ماشوم يې هم د دوی له منګولو ژغورلی دی.

امنيې قومندانۍ رويداد ته په لېږلې خبرپانه کې زياته کړې، ياد دوه انسان تښوونکي حميد او توحيد نومېږي چې يو ماشوم يې له تورخم څخه اختطاف کړی و او نن چهارشنبه د (سلواغې په ۲۷مه) په کابل کې ونيول شول.

د خبرپاڼې له مخې يادو اختطاف کوونکو کسانو غوښتل چې اختطاف کړی ماشوم ايران ته قاچاق کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...