Home » افغانستان » څه باندې ۱۹۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي
کډوال

څه باندې ۱۹۰۰ کډوال هېواد ته راستانه شوي

‏د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د مالوماتو پر بنسټ، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۱۹۰۰کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د یادکمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۳۳۷کورنۍ چې ۱۹۰۱کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز ورېښمو پله، د هلمند د بهرامچې، د کندهار سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.
او همداراز، تېره ورځ ۲۸۹ راستنې شوې کورنۍ چې ۱۵۰۴ کسان کېږي، خپلو سیمو ته لېږدول شوې او له ۳۷۷کورنیو سره مرسته شوې ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...