Home » سیمه او نړی » پښتونخوا کې دوو چاودنو مرګ ژوبله پیښه کړې ده
رویداد خبري آژانس

پښتونخوا کې دوو چاودنو مرګ ژوبله پیښه کړې ده

د پښتونخوا په نوښار او مردان کې د دوو چاودنو له امله نهه کسه وژل شوي او اتلس نور ټپیان دي.

ویل کېږي چې په نوښار کې د هاوان یوه ګولۍ چاودلې ده چې پنځه کسان یې وژلي دي.

بلخوا په مردان کې بیا په بایسکل کې یو ماین ځای پر ځای شوی و چې چاودنه یې کړې او د یوه پلار او د هغه د دوو لوڼو په ګډون یې څلور کسه وژلي دي.

په دې پېښه کې شپاړس کسه نور ټپیان شوي هم دي. دا چاودنه شهیدانو بازار کې له یوه مشهور هوټل سره نږدې شوې ده چې په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...