د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت د راتلونکو جګړو د اړتیاوو د ارزونې لپاره د «مېرېډین پروژې» په نوم نوې طرحه پیل کړې ده.
ويل کيږي چې د دې پروژې مشري د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ مشر امیل مایکل کوي او ایلان ماسک، پالمر لاکي او نیوت ګینګریچ یې ګډ مشران دي. د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي، دا پروژه به د ۱۲۰ ورځو لپاره دوام وکړي او موخه یې دا ده چې معلومه کړي، په راتلونکو جګړو کې به امریکا کومو وسلو، ټکنالوژیو او پوځي وړتیاوو ته اړتیا ولري. د پروژې تمرکز د راتلونکو جګړو د بڼې پر بدلون او د نوو پوځي سیستمونو پر موندلو او پراختیا دی.
د معلوماتو له مخې، دا طرحه د امریکا د دفاع وزارت د بېپیلوټه او خپلواکو پوځي سیستمونو د پراختیا له پراخ پروګرام سره هممهاله پیل شوې ده. د پروژې په ډله کې به د دولتي ادارو، دفاعي صنعت، پوهنتونونو او پالیسۍ جوړونې برخو استازي هم شامل وي.
پنتاګون
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس