Home » سیمه او نړی » پنتاګون د راتلونکو جګړو د ارزونې لپاره «مېرېډین پروژه» پیل کړې
پنتاګون

پنتاګون د راتلونکو جګړو د ارزونې لپاره «مېرېډین پروژه» پیل کړې

د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت د راتلونکو جګړو د اړتیاوو د ارزونې لپاره د «مېرېډین پروژې» په نوم نوې طرحه پیل کړې ده.
ويل کيږي چې د دې پروژې مشري د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ مشر امیل مایکل کوي او ایلان ماسک، پالمر لاکي او نیوت ګینګریچ یې ګډ مشران دي. د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت ویلي، دا پروژه به د ۱۲۰ ورځو لپاره دوام وکړي او موخه یې دا ده چې معلومه کړي، په راتلونکو جګړو کې به امریکا کومو وسلو، ټکنالوژیو او پوځي وړتیاوو ته اړتیا ولري. د پروژې تمرکز د راتلونکو جګړو د بڼې پر بدلون او د نوو پوځي سیستمونو پر موندلو او پراختیا دی.
د‌ معلوماتو له مخې، دا طرحه د امریکا د دفاع وزارت د بې‌پیلوټه او خپلواکو پوځي سیستمونو د پراختیا له پراخ پروګرام سره هممهاله پیل شوې ده. د پروژې په ډله کې به د دولتي ادارو، دفاعي صنعت، پوهنتونونو او پالیسۍ جوړونې برخو استازي هم شامل وي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

غزه کې د اسرائیلي رژيم بریدونو له امله د فلسطینیانو د مرګ‌ژوبلې شمېر زیات شوی

اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی، چې ...