پاکستان له امریکا څخه د خپلو بهرنیو اسعارو د زېرمو د پیاوړتیا او د اقتصادي فشارونو د کمولو لپاره د ۱۰ میلیارد ډالرو مالي مرستې غوښتنه کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، که دا غوښتنه ومنل شي، نو دا به د پاکستان لپاره د بهرنۍ اسعاري زېرمو د زیاتوالي، د کلدارې پر وړاندې د فشار د کمېدو او پر نړیوالو پور ورکوونکو بنسټونو د اتکا د راکمولو کې مرسته وکړي.
راپور زیاتوي، چې دا غوښتنه وروسته له هغې شوې چې پاکستان د ایران د جګړې په تړاو د ډیپلوماټیکو خبرو د اسانتیا په برخه کې رول ولوباوه او اسلاماباد هیلهمند دی چې له واشنګټن سره د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا ترڅنګ اقتصادي ملاتړ هم ترلاسه کړي. ویل کېږي، د یادې مالي اسانتیا موده به تر پنځو کلونو پورې وي.
د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بېسنټ سره په کتنه کې د سیمې د امنیتي وضعیت له امله د پاکستان پر اقتصاد د اغېزو یادونه کړې او نړیوالو مالي بازارونو ته د لاسرسي، د بهرنیو اسعارو د زېرمو د لوړولو او د پانګونې د جلب لپاره یې د امریکا د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
د مالوماتو پر اساس، تر اوسه د امریکا د خزانې وزارت د دې غوښتنې په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس