د ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه بالاخره نن دوشنبه (د کب څلورمه ) تصویب کړه.
د افغانستان د ولسې جرګې رییس میر رحمن رحماني وویل چې حکومت د مأمورینو او ښوونکو د تنخواوو د زیاتولو لپاره د دې جرګې مشروع غوښتنې د بودجې په اصلاح شوې مسوده کې په پام کې نیولې دي.
تر دې مخکې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه دوه ځلې رد کړې وه.
د ۱۴۰۰ مالي کال په بودجه کې ټولټال ۴۳۷ میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوي چې ۳۱۱ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۶۱ میلیارده افغانۍ یې پراختیایي بودجه ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس