د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن ویلي، چې افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي.
نوموړې پر خپله اېکسپاڼه د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله لیکلي، چې ګڼې افغان میندې روغتیايي مرکزونو او کلینیکونو ته مراجعه کوي، خو د خوړو او تغذیې د کمو امکاناتو له امله له لازمې مرستې پرته بېرته ستنېږي.
د ملګرو ملتونو اړوند ادارو مخکې هم خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې، وچکالي، بېوزلي او د بشري مرستو کمښت د خوارځواکۍ کچه لوړه کړې ده. د راپورونو له مخې، زرګونه ماشومان او میندې په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي او روغتیايي مرکزونه د امکاناتو له کمښت شکایت کوي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویلي، هڅه کوي د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې روغتیايي او تغذیوي خدمتونه دوامدار وساتي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس