د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د نيمه پايلوبې لومړۍ سيالي بېګاه شپه د (لړم په ۱۹مه) د نيوزېلنډ او انګلېنډ لوبډلو ترمنځ وشوه. په سر کې د لوبې پچه نيوزېلنډ وګټله او انګلېنډ ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د نګلېنډ لوبډلې د شلو اوورونو په لوبولو سره ۱۶۶ منډې جوړې او په دې توګه يې سيالې لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف کېښود. د انګلېنډ په لوبډله کې معين علي تر ټولو ډېرې ۵۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.
د لوبې په دويمه پاڼۍ کې نيوزېلنډ لوبډلې بيا ټاکل شوی هدف د پنځو لوبغاړو په ځېدو سره په ۱۹ اوورونو کې پوره کړ. د نيوزېلنډ لپاره په بېګانۍ لوبه کې ډرېل مېچل ښه وځلېد او د ۷۲ منډو په جوړولو سره د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
د نيمه پايلوبې دويمه لوبه د اسټراليا او پاکستان ترمنځ ده چې ټاکل شوې نن پنجشنبه به ترسره شي او ګټونکې لوبډله به يې په پايلوبه کې له نيوزېلنډ سره مخ کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس