پالتیکو ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، جو بایډن د اسیا په لوېدیځه برخه کې د نظامي اقدام امر کړی دی.
دغو مقاماتو د نوم نه خپرولو په شرط پالتیکو ته ویلي چې بایډن له خپلو مشاورینو غوښتي ټول هغه ټکي وڅېړي چې په لوېدیځ کې د دغه هېواد د کمزورتیا لامل کېږي.
پالتیکو د دې سرچینې له مخې لیکلي چې دغه فرمان په سوریه او عراق کې پر امریکایي پوځیانو د بریدونو ځواب دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښايي دا اقدام په راتلونکو دوو ورځو کې عملي شي.
په یاد راپور کې دا یادونه هم شوې چې د پنټاګون په دغو نظامي ځوابونو کې به په سوریه، عراق او فارس خلیج کې پر ایراني تاسیساتو بریدونه هم شامل وي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس