Home » سیمه او نړی » منځنۍ اسیا کې د نظامي اقدام لپاره د بایډن تیاری

منځنۍ اسیا کې د نظامي اقدام لپاره د بایډن تیاری

پالتیکو ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، جو بایډن د اسیا په لوېدیځه برخه کې د نظامي اقدام امر کړی  دی.

دغو مقاماتو د نوم‌ نه خپرولو په شرط پالتیکو ته ویلي چې بایډن له خپلو مشاورینو غوښتي ټول هغه ټکي وڅېړي چې په لوېدیځ کې د دغه هېواد د کمزورتیا لامل کېږي.

پالتیکو د دې سرچینې له مخې لیکلي چې دغه فرمان په سوریه او عراق کې پر امریکایي پوځیانو د بریدونو ځواب دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښايي دا اقدام په راتلونکو دوو ورځو کې عملي شي.

په یاد راپور کې دا یادونه هم شوې چې د پنټاګون په دغو نظامي ځوابونو کې به په سوریه، عراق او فارس خلیج کې پر ایراني تاسیساتو بریدونه هم شامل وي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...