Home » افغانستان » ملګري ملتونه؛ په افغانستان کې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زياتيږي
UNICEF

ملګري ملتونه؛ په افغانستان کې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زياتيږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل کلني راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې ورځ تر بلې زياتيږي، او اوسمهال شاوخوا ۲۳.۲ میلیونه خلک بېلابېلو مرستو ته اړتیا لري.

دا اداره ټینګار کوي چې د اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او طبیعي پېښو له امله د خلکو د ژوند وضعیت لا هم نازک دی او خلک د خدماتو له کمښت سره مخ دي.

يونيسف؛ « ۲۳.۲ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري. ۲.۸ میلیونه راستنېدونکي دي. ۲.۲ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې دي. خو بیا هم، ټولنې ټینګې پاتې شوې دي.
زموږ د ۲۰۲۵ کال کلنی راپور د افغان ماشومانو د زغم او د کورنیو د هغه هوډ یوه ثبت شوې کیسه ده چې غواړي د خپلو راتلونکو نسلونو راتلونکی خوندي کړي.»

د یونیسف د دې راپور له مخې، په افغانستان کې د بشري اړتیاوو کچه لا هم ډېره لوړه ده، خو د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او کورنیو زغم او مقاومت ښيي چې، سره له سختو ستونزو هم د ژوند د بقا او د راتلونکي لپاره هڅې روانې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ...