د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د ۲۰۲۵کال پر مهال وچکالۍ د افغانستان په ۱۲ولایتونو کې د شاوخوا ۳.۴میلیونه وګړو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
اوچا په خپل راپور کې ویلي، د ځمکې لاندې اوبو د کچې د پام وړ ټیټېدو له امله ګڼې کورنۍ د معیشت او ورځنیو اړتیاوو د برابرولو له جدي ستونزو سره مخ شوې دي.
اوچا:«په ۲۰۲۵ کال کې وچکالۍ د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې ۳.۴ میلیونه خلک اغېزمن کړل، د ځمکې لاندې اوبو کچه د تاریخي ریکارډونو د ټیټې ۳۰ سلنې په منځ کې راولوېده، چې د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړ.»
دغه بنسټ همداراز د ورښتونو د کمښت او اقلیمي بدلون د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان ډېری سیمې لا هم د اوبو له کمښت او چاپېریالي ننګونو سره مخامخ دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس