Home » افغانستان » ملا برادر: ا.ا غواړي افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې له نورو هېوادونو سره سیال کړي
ملا برادر

ملا برادر: ا.ا غواړي افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې له نورو هېوادونو سره سیال کړي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، ا.ا هڅه کوي چې له شته امکاناتو په ګټې اخیستنې هېوادوالو ته د ښه او هوسا ژوند زمینه برابره کړي.
د هغه په وینا، د بېکارۍ د کمولو، د کارموندنې او د هېواد د ځان‌بسیاینې لپاره سترې اقتصادي پروژې پيل شوې، خصوصي سکټور ته اسانتیاوې برابرې شوې او په بېلابېلو برخو کې عملي ګامونه اخیستل شوي دي.
برادر زیاته کړې، ا.ا غواړي افغانستان په تدریجي ډول د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د نورو هېوادونو سیال کړي.
نوموړي همداراز ویلي، د برېښنايي حکومتولۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد ډېری لرې پرتې او محرومې سیمې هم تر مخابراتي پوښښ لاندې راغلې دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځینه سوداګرو د جوازونو شمېر له ۱۰ زرو اوښتی

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ...