Home » افغانستان » له دې وروسته به پولیس په شخصي جامو کې هم ګزمې کوي

له دې وروسته به پولیس په شخصي جامو کې هم ګزمې کوي

کورنیو چارو وزارت په کابل کې د مخفي پولیسو د رامنځته کېدو خبر ورکړ.د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال، عبدالصبور قانع چې نن سه شنبه یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل چې دغه پولیس به د هېواد د نوي امنیتي تړون له مخې په شخصي موټرو کې ګرځي او د توندلارو او مجرمینو پېژندلو او نیولو کې به مرسته کوي.دا پولیس به د هغو امنیتي چارواکو د غفلت او سرغړونې رپوټ هم ورکوي، چې د دندې پرمهال له واکونو ناسمه ګټه اخلي یا خپلې دندې سمې نه ترسره کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...