کورنیو چارو وزارت په کابل کې د مخفي پولیسو د رامنځته کېدو خبر ورکړ.د دغه وزارت ستر امنیتي مرستیال، عبدالصبور قانع چې نن سه شنبه یې کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل چې دغه پولیس به د هېواد د نوي امنیتي تړون له مخې په شخصي موټرو کې ګرځي او د توندلارو او مجرمینو پېژندلو او نیولو کې به مرسته کوي.دا پولیس به د هغو امنیتي چارواکو د غفلت او سرغړونې رپوټ هم ورکوي، چې د دندې پرمهال له واکونو ناسمه ګټه اخلي یا خپلې دندې سمې نه ترسره کوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس