Home » سیمه او نړی » فیدان: ترکیه د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ ته چمتو ده
هاکان فیدان

فیدان: ترکیه د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ ته چمتو ده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، هېواد یې چمتو دی چې د سعودي عربستان او پاکستان ترڅنګ د درې‌اړخیز دفاعي تړون په چوکاټ کې د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ وکړي.

فیدان ټینګار کړی چې سعودي عربستان باید د ایران او امریکا ترمنځ په روانه جګړه کې ښکېل نه شي.
سعودي عربستان تېره میاشت له پاکستان او ترکیې سره درې‌اړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه هېواد برید د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید بلل کېږي.

بلخوا، حوثیانو له تېرې جولای میاشتې راهیسې پر سعودي عربستان خپل بریدونه زیات کړي او د شنبې په ورځ یې یو ځل بیا په ریاض کې مهم اهداف په نښه کړي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د سند عالي محکمې د افغان طبي زده‌کړیالانو د ایستلو حکم وځنډاوه

د پاکستان د سند ایالت ...