د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وايي، هېواد یې چمتو دی چې د سعودي عربستان او پاکستان ترڅنګ د درېاړخیز دفاعي تړون په چوکاټ کې د حوثیانو پر وړاندې د سعودي ملاتړ وکړي.
فیدان ټینګار کړی چې سعودي عربستان باید د ایران او امریکا ترمنځ په روانه جګړه کې ښکېل نه شي.
سعودي عربستان تېره میاشت له پاکستان او ترکیې سره درېاړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه هېواد برید د درې واړو هېوادونو پر وړاندې برید بلل کېږي.
بلخوا، حوثیانو له تېرې جولای میاشتې راهیسې پر سعودي عربستان خپل بریدونه زیات کړي او د شنبې په ورځ یې یو ځل بیا په ریاض کې مهم اهداف په نښه کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس