د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله له العربیه ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د سولې خبرو پيلېدو پر وړاندې وروستی خنډ چې د بندیانو خلاصون وو لرې شوی دی.
عبدالله وايي د بین الافغاني مذاکراتو مهم ټکی به اوربند وي. نوموړی وايي، ممکن بین الافغاني مذاکرات پيچلي پړاونه ولري او ممکن په څو مرحلو کې تر سره شي.
هغه وايي د قطر تر څنګ ځینو نورو هېوادونو هم د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره چمتووالی ښودلی، خو د اوس لپاره قطر هېواد غوره شوی دی.
عبدالله وايي له طالبانو سره په خبرو کې د جمهوریت ارزښتونو او د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو څخه دفاع کوي، چې په همدې تړاو یې، مرکچي ټیم ته هم لازمه لار ښوونه کړې ده.
نوموړي د سولې په پروسه کې د ځینو نورو هېوادونو په ګډون د پاکستان په رول ټینګار وکړ خو دا یې وویل چې پاکستان دې له خپل نفوذ څخه په استفادې چې په طالبانو یې لري دا ډله سولې ته وهڅوي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس