Home » افغانستان » صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي

صنعتي ښارګوټو جوړولو لپاره ۱۵۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ويلي، چې ا.ا د صنعتکارانو او پانګه‌والو د ملاتړ په موخه ګڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي. د نوموړي په وینا، د صنعتي پراختیا لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰ زره جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټو د جوړولو لپاره ځانګړې شوې ده.

د مالوماتو بربنسټ عزیزي د «صنعت او کانونو اوونۍ پنځم ملي او نړیوال نندارتون» د پای مراسمو کې ویلي، چې تېر کال ۵۷۶ شرکتونو ته د کارخونو د جوړولو لپاره ځمکې ورکړل شوې او شاوخوا ۳ زره جریبه ځمکه پانګه‌والو ته ځانګړې شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د ا.ا له بیا واکمنېدو وروسته ۵۹۰۰ شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړل شوي او اوس مهال په هېواد کې د درملو په ګډون نږدې ۲۰۰۰ ډوله تولیدي توکي جوړېږي. د ده په خبره، افغانستان په شاوخوا ۳۰۰ ډوله تولیداتو کې د ځان‌بساینې مرحلې ته رسېدلی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...