د ایران د سپاه پاسدارانو یوه ویاند بریټانیا ته خبرداری ورکړی، که د تهران او واشنګټن ترمنځ په هر ډول احتمالي جګړه کې له امریکا سره همکاري وکړي، نو د ایران له نظره به «مشروع هدف» وګرځي. نوموړي ویلي، دا خبرداری یوازې بریټانیا نه، بلکې هغو نورو هېوادونو ته هم متوجه دی چې د امریکا ملاتړ کوي.
د سپاه پاسدارانو ویاند ادعا کړې چې اسراییل د ناسم استخباراتي معلوماتو په وړاندې کولو سره هڅه کوي امریکا جګړې ته راکاږي او د همدې لارې خپلې سیاسي او پوځي موخې ترلاسه کړي. د هغه په وینا، د جګړې د پراخېدو اصلي هڅوونکی اسراییل دی.
هغه زیاته کړې، اسراییل پوهېږي چې که یو ځل بیا په مستقیم ډول جګړې ته داخل شي، له سختو او ناوړه پایلو سره به مخ شي.
دغه څرګندونې داسې مهال شوې چې د سیمې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د جګړې د پراخېدو په اړه اندېښنې دوام لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس