Home » افغانستان » سيمه‌ييزو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه بحث شوی
سوداګرۍ

سيمه‌ييزو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه بحث شوی

د افغانستان، ازبکستان او قرغیزستان د سوداګرۍ وزیرانو درې اړخیزه غونډه د INNOPROM Central Asia (انوپروم منځنۍ آسیا نړیوال صنعتي نندارتون) په څنډه کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د ازبکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر، او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت مرستیال ګډون کړی و، چې موخه يې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول وو.

په غونډه کې د افغانستان د صادراتي توکو لپاره ازبکستان او قرغیزستان ته د لاسرسي د پراخولو، د سوداګرۍ د لارې اسانه کولو او د ترانزیتي ستونزو د حل په اړه هر اړخیز خبرې اترې شوې او ټینګار شوې چې د اقتصادي همکاریو پراخول کولای شي د سیمه‌ییزې سوداګرۍ کچه لوړه کړي او د هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.

د مسوولينو په وينا، په دې غونډه کې پرېکړه وشوې چې د ستونزو حل لپاره به یو ګډ کاري ګروپ به جوړ شي څو د ترانزیت، سوداګرۍ او صادراتو په برخه کې عملي آسانتیاوې برابرې کړي. همداراز هوکړه وشوه چې افغانستان به په رسمي ډول د INNOPROM Central Asia نندارتون غړیتوب ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده چې په ياد نندارتون غړيتوب سره به افغان صنعتي شرکتونه وکولای شي خپل تولیدات په نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کړي او د صادراتو فرصتونه زیات کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د روغتيا نړيوال سازمان: په افغانستان کې د یو شمېر ناروغیو په کچه کې بدلون راغلی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، ...