د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، ځواکونو یې د ایران پر ضد د پراخو هوايي بریدونو لړۍ پیل کړې ده. د سنټکام په وینا، دغه عملیات د ایران لهخوا د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکو درېیو سوداګریزو بېړیو د بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي. امریکا وايي، یاد بریدونه د نړیوالو اوبو د خوندي تګراتګ پر وړاندې جدي ګواښ و او د اوربند له هوکړې ښکاره سرغړونه ګڼل کېږي.
د راپورونو له مخې، امریکايي ځواکونو په دې عملیاتو کې د ایران له ۸۰ څخه ډېر پوځي هدفونه په نښه کړي دي. ویل کېږي چې د هوايي دفاع سیسټمونه، د قوماندې او کنټرول مرکزونه، ساحلي رادارونه، د بېړۍ ضد توغندیو مرکزونه او د سپاه پاسداران لسګونه چټکې کښتۍ هم په دغو بریدونو کې له منځه وړل شوې دي. د امریکا پوځ ټینګار کړی چې هدف یې د ایران د هغو پوځي وړتیاوو کمزوري کول دي چې نړیوال سمندري تګراتګ ګواښي.
په ورته وخت کې، ایراني چارواکو امریکايي بریدونه غندلي او هغه یې د سولې او اوربند له هوکړې سرغړونه بللې ده. د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ له بیا زیاتېدو سره د سیمې د امنیت او د هرمز تنګي له لارې د نړیوالې سوداګرۍ د خوندیتوب په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي، ځکه دا تنګی د نړۍ د انرژۍ او سوداګریزو لېږدونو له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس