Home » سیمه او نړی » سنټکام: د ایران پر ضد د بریدونو درېیم پړاو مو پیل کړی
سنټکام

سنټکام: د ایران پر ضد د بریدونو درېیم پړاو مو پیل کړی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ویلي، د امریکا په وخت د ماښام په ۷:۱۵ بجو یې د ایران پر ضد د بریدونو درېیم پړاو پیل کړی.سنټکام په وینا، دا بریدونه يې وروسته له هغه ترسره کړي چې ایران د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکې بار وړونکې بېړۍ M/V GFS Galaxy برید وکړ.

سنټکام: «نن د امریکا د ختیځ وخت (ET) د ماښام په ۷:۱۵ بجو، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) ځواکونو د ایران پر ضد د روانې اوونۍ درېیم پړاو بریدونه پیل کړل. دا بریدونه وروسته له هغه ترسره شول چې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک (IRGC) ځواکونو د هرمز تنګي له لارې پر تېرېدونکې، د قبرس بیرغ لرونکې بار وړونکې بېړۍ M/V GFS Galaxy ښکاره برید وکړ. د بېړۍ یو ملکي عمله غړی ورک دی، او بېړۍ د اور لګېدو او د انجن خونې د سخت زیان له امله نور سفر ته دوام نه شي ورکولای.»

سنټکام همداراز ليکلي چې په دې پړاو کې امریکايي ځواکونو د ځمکنیو او سمندري جنګي الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او سمندري بېړیو په وسیله د ایران شاوخوا ۱۴۰ پوځي هدفونه ويشتلي دي او په روانې اوونۍ کې یې د ايران ټول ټال له ۳۰۰ څخه ډېر هدفونه په نښه کړي دي.
د دوی په وینا، په دغو هدفونو کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو اډې، د مهماتو زېرمې، سمندري پوځي تاسیسات، مخابراتي شبکې او د ساحلي څارنې مرکزونه شامل وو.

د امریکا په وینا، ایران ته له دې وړاندې فرصت ورکړل شوی و چې د هوکړه‌لیک ژمنو ته ژمن پاتې شي، خو ايران یو ځل بیا پر سوداګریزو بېړیو بریدونه وکړل او د هوکړه ليک ژمنې يې نقض کړې.
واشنګټن همداراز ويلي، چې د دغو عملیاتو موخه د ایران د هغو پوځي وړتیاوو کمزوري کول دي چې د هرمز تنګي له لارې يې پر ملکي سمندري کارکوونکو او سوداګریزو بېړیو بریدونه کړي وو.
د سنټکام په وينا ، د مې میاشتې له پیل راهیسې امریکايي ځواکونو د هرمز تنګي له لارې د ۸۰۰ څخه د ډېرو سوداګریزو بېړیو او شاوخوا ۴۰۰ میلیونه بېرله خامو تېلو د خوندي لېږد په اسانتیا کې مرسته کړې ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...