د پروان امنیتي مسوولان وایې، چې په جنوبي سالنګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند فضل رحيم مسکين يار وايي، چې دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ د دغه ولايت د سالنګ ولسوالۍ په«ګوهر سنګ»سيمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په خبره په یاده سیمه کې یو کرولا ډوله موټر د ګړندي تګ له کبله له سړک څخه اوښتی او په کې سپاره دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي د پېښې ټپیان یې روغتیایي مرکزونو ته لیږدولي چې ډاکترانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
له دې یوه ورځ وړاندې د کابل- کندهار پر لویه لاره په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د هیواد پر لویو لارو ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کیږي چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس