Home » افغانستان » سالنګ: د ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او درې ټپيان شوي

سالنګ: د ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه او درې ټپيان شوي

د پروان امنیتي مسوولان وایې، چې په جنوبي سالنګ کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د پروان د امنيې قوماندانۍ وياند فضل رحيم مسکين يار وايي، چې دغه ترافیکي پېښه تېره ورځ د دغه ولايت د سالنګ ولسوالۍ په«ګوهر سنګ»سيمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په خبره په یاده سیمه کې یو کرولا ډوله موټر د ګړندي تګ له کبله له سړک څخه اوښتی او په کې سپاره دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي د پېښې ټپیان یې روغتیایي مرکزونو ته لیږدولي چې ډاکترانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.

له دې یوه ورځ وړاندې د کابل- کندهار پر لویه لاره په دوو جلا ترافیکي پېښو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د هیواد پر لویو لارو ډیر کله دا ډول ترافیکي پېښې رامنځته کیږي چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...