د عامې روغتيا وزارت چارواکي په افغانستان کې د ماشومانو د روغتيايي وضعيت په اړه اندېښنه ښيي او زياتوي چې د يادې ستونزې حلولو لپاره د نړيوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتيا ده.
د دغه زارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو معين عبدالباري عمر وايي، دامهال د ټول هېواد په کچه ۳.۲ ميليونه ماشومان د خوار ځواکۍ پر ناروغۍ اخته دي.
نوموړي چې نن چهارشنبه د (مرغومي په ۲۲مه) يې کابل کې د جينوا کال غونډې ته خبرې کولې وويل، پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر په پرتله زيات شوی او زياتوي چې لامل يې د ميندو له لوري په کافي اندازه ماشومانو ته د خپلو شېدو نه ورکول دي.
عبدالباري عمر دغه راز کرونا وېروس او خوار ځواکي جدي ګواښونه ياد کړل او له ديني عالمانو يې وغوښتل چې د يادو ناروغيو د مخنيوي په موخه دې د عامه پوهاوي په زياتوالي کې د عامې روغتيا له وزارت سره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې نوموړی ټينګار کوي چې د عامې روغتيا وزارت غير سياسي بنسټ دی او نړيوال دې اصل ته پام سره، په روغتيايی برخه کې له افغانستان سره خپلې مرستې زياتې او جاري وساتي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس