Home » سیمه او نړی » دایران د سپاه پاسداران مشر:امریکا شړېدلې ده، ایرانیان دې بېغمه ژوند وکړي
رویداد خبري آژانس

دایران د سپاه پاسداران مشر:امریکا شړېدلې ده، ایرانیان دې بېغمه ژوند وکړي

د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر حسین سلامي ویلي، امریکا شړېدلې او د تل لپاره له زوره لوېدلې ده.

سلامي په ایران کې یوې غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې، امریکا اوس د پخوا په څېر په زور کې نه ده او نه شي کولی چې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

نوموړي ویلي، امریکا نه یوازې په دننه کې ستونزې لري بلکې په نړیواله کچه هم له انزوا سره مخ ده.

هغه زیاته کړې، ایرانیان دې په بېغمه زړه خپل ژوند ته دوام ورکړي؛ ځکه امریکا اوس په هغه موقف کې نه ده چې پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې وړاندي تر دې ځینې راپورونه ورکړل شوي وو چې امریکا ښایي پر ایران ناڅاپي برید وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...