Home » سیمه او نړی » دا ځل به د ایران پیک‌اکس غر په نښه کړو
پیک‌اکس غر

دا ځل به د ایران پیک‌اکس غر په نښه کړو

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، د امریکا په ځايي وخت د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځو کې به پر ایران سخت بریدونه ترسره کړي او زیاته کړې یې ده چې دا ځل به د پیک‌اکس غر په نښه کړي.
نوموړي ویلي، امریکا دغه سیمه له نږدې څاري او هلته هېڅ ډول فعالیت نه تر سترګو کېږي.
د مالوماتو پر بنسټ، د پیک‌اکس غر د ایران د نطنز د یورانیمو غني کولو تاسیساتو ته نږدې پروت دی او د سختو امنیتي تدابیرو لرونکې سیمه بلل کېږي، چې دوه ژور تونلونه لري او د امریکا تر ټولو ځواکمن بمونه هم دغو تونلونو ته د پام وړ زیان نه شي رسولی. رویټرز د ټرمپ له قوله لیکلي: «موږ پیک‌اکس غر له نږدې څارو، هلته هېڅ فعالیت نه وینو او د ایران اټومي وضعیت ښه نه دی.»

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اردوغان: سیمه د نوې جګړې د زغملو توان نه لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ...