Home » سیمه او نړی » د پاکستان ټاکنې د لازمو امنیتي تیاریو سره پیل شوې

د پاکستان ټاکنې د لازمو امنیتي تیاریو سره پیل شوې

په پاکستان کې د رایې اچونې بهیر نن پنجشنبه د سلواغې ۱۹مه، سهار اته بجې په ټول پاکستان پیل شوی دی.

د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۲۸میلیونه کسان د خپلې خوښې ګوند ته د رایې اچونې لپاره یادو مرکزونو ته روان دي.

په ورته وخت کې د پاکستاني حکومت مخالفو ډلو ویلي چې د رایې اچونې مرکزونه یې هدف ګرځولي دي.

له بلې خوا پاکستانۍ رسنیو په بلوچستان کې د دوو چاودنو خبر ورکړی دی.

د راپورونو له مخې چې د یادو چاودنو له امله د بلوچستان په «کچ» سیمه کې د رایې اچونې بهیر ځنډېدلی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...