په پاکستان کې د رایې اچونې بهیر نن پنجشنبه د سلواغې ۱۹مه، سهار اته بجې په ټول پاکستان پیل شوی دی.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۲۸میلیونه کسان د خپلې خوښې ګوند ته د رایې اچونې لپاره یادو مرکزونو ته روان دي.
په ورته وخت کې د پاکستاني حکومت مخالفو ډلو ویلي چې د رایې اچونې مرکزونه یې هدف ګرځولي دي.
له بلې خوا پاکستانۍ رسنیو په بلوچستان کې د دوو چاودنو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې چې د یادو چاودنو له امله د بلوچستان په «کچ» سیمه کې د رایې اچونې بهیر ځنډېدلی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس