Home » سیمه او نړی » د پاکستان د ملي اسمبلۍ يوه غړي د پاکستان حکومت سياستونه نقد کړي
اسد قیصر

د پاکستان د ملي اسمبلۍ يوه غړي د پاکستان حکومت سياستونه نقد کړي

د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړي اسد قیصر، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو محدودیتونو پر ضد انتقاد کړی او ویلي یې دي چې افغانستان په پېښور کې د صنعت د پرمختګ یوازینۍ لاره ده.
هغه د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې په یوه ناسته کې خبرداری ورکړی چې له افغانستان سره د پولو بند پاتې کېدل د پېښور اقتصاد او صنعت له جدي کړکېچ سره مخ کړي دي.
نوموړي همداراز د پاکستان د حکومت پر سیاستونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې لاهور او کراچۍ اوس له هند سره سوداګري کوي، خو پېښور ته اجازه نه ورکول کېږي چې له افغانستان سره سوداګري وکړي.
قیصر ټینګار کړی چې سیاسي اختلافات باید له اقتصادي مسایلو جلا شي او له کابل او اسلام‌آباد یې غوښتي چې خپل اختلافات د ډیپلوماټیکو لارو حل کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...