Home » افغانستان » د عامې روغتیا وزارت کې د شپږمې مصوبې تشریح وشوه
د عامې روغتیا وزارت

د عامې روغتیا وزارت کې د شپږمې مصوبې تشریح وشوه

د عامې روغتیا وزارت د مقام تر منظورۍ وروسته د شپږمې مصوبې د معرفي او تشریح په موخه د خوړو او درملو معینیت د رهبرۍ او کارکوونکو په ګډون غونډه تر سره شوه.
په دې غونډه کې د خوړو او درملو مرستيال، مولوي حمدالله زاهد د مسؤلینو او کارکوونکو ترمنځ پر همغږۍ، د اصولو او مقرراتو پر پلي کېدو او مراجعینو ته پر وخت او شفافو خدمتونو وړاندې کولو ټینګار وکړ.
نوموړي وظیفوي مسؤلیتونه امانت وبلل او له کارکوونکو یې وغوښتل، چې خپلې دندې په اخلاص او صداقت ترسره کړي.

همداراز، د اړوندو مسؤلینو له لوري د شپږمې مصوبې موخې، محتوا او حکمونه په تخنیکي ډول تشریح شول. په دې مصوبه کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت بهیر د اسانتیا، د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي په موخه مشخصې لارښوونې او تدابیر بیان شوي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هوسۍ اندړ: د عایشې وهاب مخکښوالی د افغان ښځو لپاره د ویاړ شېبه ده

جرمني کې د فرانکفورت ښار ...