
دمګړۍ د سعودي سلطنتي کورنۍ د مراتبو سلسله کې محمد بن سلمان د پاچا سلمان ځایناستی او ولیعهد دی.
د سعودي حکومتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د ناروغۍ له امله روغتون کې بستر شو. د دې رپوټونو له مخې ملک سلمان د صفرا کڅوړې له پړسوب رنځېږي او د ریاض ښار یوه روغتون کې درملل کېږي.
رسنیو او چارواکو د دې خبر نور جزیات نه دي ډاګیز کړي. ملک سلمان ۸۴ کلن دی.
نوموړی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې پاچا شوی، د روغتیا په هکله یې تل ګومانونه کېږي او ویل کېږی چې یو ځل یې مغزي سکته کړې وه او د چپ لاس حرکت یې ور سره محدود شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس