Home » سیمه او نړی » د سعودي عربستان پاچا سلمان روغتون کې بستر شو
رویداد خبري آژانس

د سعودي عربستان پاچا سلمان روغتون کې بستر شو

رویداد خبري آژانس


دمګړۍ د سعودي سلطنتي کورنۍ د مراتبو سلسله کې محمد بن سلمان د پاچا سلمان ځایناستی او ولیعهد دی.

د سعودي حکومتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د ناروغۍ له امله روغتون کې بستر شو. د دې رپوټونو له مخې ملک سلمان د صفرا کڅوړې له پړسوب رنځېږي او د ریاض ښار یوه روغتون کې درملل کېږي.

رسنیو او چارواکو د دې خبر نور جزیات نه دي ډاګیز کړي. ملک سلمان ۸۴ کلن دی.

نوموړی چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې پاچا شوی، د روغتیا په هکله یې تل ګومانونه کېږي او ویل کېږی چې یو ځل یې مغزي سکته کړې وه او د چپ لاس حرکت یې ور سره محدود شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...