د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، سرپرست حکومت له کوم جرم پرته د زده کړو فعال مطیعالله ویسا له څه باندې درېیو میاشتو راهیسي زنداني کړی دی.
د دغه سازمان د ښځو د چارو مسوولې هیدر بار پرون چهارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ویسا له ډېرې مودې راهیسې همدا هڅه کوله چې هر افغان ماشوم زده کړو ته لاسرسی ولري.
د نوموړې په خبره، پر زده کړو د جګړې اغېز به څو نسلونو ته پاتې شي.
د قلم لارې ټولنې مشر او د زده کړو فعال مطیعالله ویسا د مارچ په ۲۸مه کابل کې ونیول شو او طالبانو وویل چې نوموړي ‘خپل سري فعالیتونه’ درلودل او ‘د نظام ضد هڅونې یې’ کولې.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس