Home » افغانستان » د زدکړو فعال مطیع الله ویسا پر زنداني کېدو نیوکې

د زدکړو فعال مطیع الله ویسا پر زنداني کېدو نیوکې

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وایي، سرپرست حکومت له کوم جرم پرته د زده کړو فعال مطیع‌الله ویسا له څه باندې درېیو میاشتو راهیسي زنداني کړی دی.

د دغه سازمان د ښځو د چارو مسوولې هیدر بار پرون چهارشنبه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، ویسا له ډېرې مودې راهیسې همدا هڅه کوله چې هر افغان ماشوم زده کړو ته لاسرسی ولري.

د نوموړې په خبره، پر زده کړو د جګړې اغېز به څو نسلونو ته پاتې شي.

د قلم لارې ټولنې مشر او د زده کړو فعال مطیع‌الله ویسا د مارچ په ۲۸مه کابل کې ونیول شو او طالبانو وویل چې نوموړي ‘خپل سري فعالیتونه’ درلودل او ‘د نظام ضد هڅونې یې’ کولې.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...