Home » سیمه او نړی » د روغتیا سازمان:تر کرونا خطرناکې وباګانې راتلونکې دي،باید تیاری ولرو
رویداد خبري آژانس

د روغتیا سازمان:تر کرونا خطرناکې وباګانې راتلونکې دي،باید تیاری ولرو

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې نړیوال دې تر کرونا د وژونکو وباګانو پر وړاندې تیاری ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان په تازه خبري غونډه کې ویلي له کرونا سره د مبارزې ټولې تجربې باید خوندي کړل شي او له وباګانو سره د مبارزې لارې چارې باید پراخې کړل شي.

ددغه سازمان په خبره په نړۍ کې تر کرونا خطرناکې او وژونکې وباګانې راتلونکې دي چې له همدې امله نړیوال باید په خپلو کې سره متحد شي او علمي څېړنې پراخې او شریکې کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم بیا ویلي چې نړیوال دې د کرونا وبا په اړه مطالعات له یو بل سره شریک کړي او په خبره ې د روغتیا نړیوال سازمان د کرونا وبا د نوې بڼې په اړه پلټنې پیل کړې دي او له برېتانیا سره په ګډه په دې اړه تحقیقات روان دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اروپايي ټولنې په هرات کې خونړی بريد په کلکه عندلی دی

په افغانستان کې د اروپايي ...