Home » سیمه او نړی » د جرمونو نړيوالې محکمې د څارنوال کریم خان دنده په لنډمهالې توګه ځنډولې
کریم خان

د جرمونو نړيوالې محکمې د څارنوال کریم خان دنده په لنډمهالې توګه ځنډولې

د جرمونو نړۍوالې محکمې (ICC) د جنسي ځورونې او ناسم چلند د تورونو په تړاو د دغې محکمې د لوی څارنوال کریم خان دنده په لنډمهالې توګه ځنډولې ده. دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د ملګرو ملتونو د کورنیو څېړنو دفتر او د حقوقي کارپوهانو یوې ډلې خپل ارزونې بشپړې کړې. کریم خان ټول تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د ده پر ضد شوې پرېکړه له قانوني پلوه ناسمه ده.

د راپورونو له مخې، د محکمې د غړو هېوادونو اجرائیه کمېټې د څېړنو پایلې د روم د اساسنامې ۱۲۵ غړو هېوادونو ته استولې دي او ټاکل شوې په یوې ځانګړې غونډه کې د کریم خان د راتلونکي او دندې د دوام په اړه رایه‌اچونه وشي. تر اوسه د دغې غونډې نېټه نه ده اعلان شوې.
دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو د څېړنیز راپور، د قضایي کارپوهانو د سپارښتنو او د اړوندو لورو د لیکل شوو څرګندونو پر بنسټ شوې، خو د دوسیې جزییات د محرمیت له امله نه دي خپاره شوي. د جرمونو نړيوالې محکمې ټینګار کړی چې د کریم خان د دندې ځنډول وروستۍ پرېکړه نه ده او د موضوع په اړه وروستۍ پرېکړه به د غړو هېوادونو له لوري وشي.

کریم خان بریتانیوي څارنوال اوحقوق پوه دی چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې يې د جرمونو نړيوالې محکمې (ICC) د لوی څارنوال په توګه دنده ترسره کوله. نوموړی تر دې وړاندې په عراق کې د داعش د جنایتونو د څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې ډلې مشر و او همدارنګه یې د پخوانۍ یوګوسلاویا، روانډا او کمبوډیا د ځانګړو محکمو په قضیو کې د وکیل او څارنوال په توګه کار کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

قمي: د خامنه‌يي د جنازې په مراسمو کې د ا.ا د مخالفانو ګډون سیاسي نه و

د افغانستان لپاره د ايران ...