Home » افغانستان » د جرمني بن ښار کې د طایر ځلاند د درېیو نویو کتابونو مخکتنه وشوه
طایر ځلاند

د جرمني بن ښار کې د طایر ځلاند د درېیو نویو کتابونو مخکتنه وشوه

د افغانستان د مطالعاتو او همکاریو مرکز د نومبر په ۱۳مه د جرمني په بن ښار کې د شاعر، لیکوال او ژباړن طایر ځلاند د درېیو نویو کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه کړه، چې ګڼو پښتو او دري ژبو فرهنګیانو او ادب‌پالو پکې ګډون کړی و.
په دغو کتابونو کې «د ستورو باران» د دري ژبې د شاعر پرتو نادري د شعرونو پښتو ژباړه، «د هرمان هسه شعرونه» د جرمني شاعر هرمان هسه د شعرونو پښتو ژباړه او «دلته هم د رڼاګانو خوشبويي ده» د طایر ځلاند د خپلو شعرونو ټولګه شامله ده. دغه درې واړه کتابونه په افغانستان کې چاپ شوي او د ژباړل شویو شعرونو اصلي متنونه هم لري.
د طایر ځلاند په وینا، د دغو ژباړو موخه د افغانستان د ژبو ترمنځ د ادبي اړیکو پیاوړتیا او د ګډ ادبي محور رامنځته کول دي.
د یادونې وړ ده چې نوموړي دغه کتابونه په وروستیو کلونو کې لیکلي، ژباړلي او په افغانستان کې یې چاپ کړي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي

د امریکا د پېو (Pew) ...